وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
او سستی مه کوئ (دجهادنه) اومه بی حوصلی کیږئ (په تکالیفو) اوتاسواوچت (شان والائی) که ئی تاسو پوره ایمان والا -
روستودذکردصدق دقرآن نه دهغی داشاعت دپاره تیزی ذکرکوی (وَلَا تَهِنُوا) وهن سستی کول دی په سبب دیری کولو دمرگ اود محبت ددنیا نه (وَلَا تَحْزَنُوا) حزن افسوسونه کول په فوت شوی مال اواولاد او ملگروپسی اوحزن خو غیراختیاری دی لیکن مراد دحزن نه اظهاردحزن دی په داسی طریقی سره چه مقصد پاتی شی (وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ) داعام دی کله غلبه ددنیا اوکله غلبه په حجت او دلیل اوکله اوچت والی دمرتبی په نزد داللّه تعالٰی ته (إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) داشرط دمخکی ولاتهنوانه ترالاعلون، پوری متعلق دی - په دی آیت کښی دوه اخلاق په نهی سره ذکر کړل -