آل عمران ۱۴۰

إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ

که رسیدلی دی تاسوته زخم (نوصبرکوئ) پس یقیناً‌ رسیدلی دی قوم کافرانوته زخم ددی په شان اودا ورځی مونږاړؤو را اړؤو داپه میځ دخلقو کښی (دپاره دحکمتونو) او ددی دپاره چه ښکاره کړی اللّه تعالٰی هغه کسان چه ایمان ئی راوړی اوجوړکړی ستاستونه شهیدان او اللّه نه خوښوی ظالمان -

ددی آیت نه تر (۱۴۳) پوری اسباب او حکمتونه دهزیمت احد ذکرکیږی دپاره دتسلئ دمؤمنانو اودپاره دجواب داعتراض دمنافقانو، اعتراض داوؤ که صحابه په حقه وی نوولی ئی شکست په احد کښی اوموندلو په دی آیت کښی شپږ وجی دهغی ذکر کړی دی (فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ) مراددقوم نه مشرکین مکه دی چه په بدرکښی هغوی ته زخمونه رسیدلی وؤ (مِثْلُهُ) دلته مثلیت صرف په وژلو او زخمی کیدلوکښی دی اوپه (۱۶۵) کښی مثلیها دعدد په اعتبارسره وئیلی دی (وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا) یعنی کله ورځ دتکلیف او غم وی نوکله ورځ دخوشحالئ وی نوکله غلبه وی اوکله هزیمت وی (وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ) ددی نه مخکښی معطوف علیه پټ دی (دپاره دډیروحکمتونو) علم نه مراد علم داظهار او تمیز دی - (شُهَدَاءَ) شهیدان جوړل مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل