هَذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِلْمُتَّقِينَ
دا (قرآن) وضاحت دی دپاره دخلقو اولارخودونکی دی (په دلیلونوسره) اونصیحت دی دپاره دفائدی دمتقیانو -
داترغیب دی قرآن پاک ته یعنی ځمکه کښی که سیردعبرت دپاره نشئ کولی نوقرآن نه خونصیحت واخلئ - اودهغی دری اوصاف ذکر دی اول بیان او وضاحت داحکام الٰهیه که اوامردی اوکه نواهی دی (وَهُدًى) اشاره ده دلیلونو داحکاموته (وَمَوْعِظَةٌ) مراد ددی نه ترغیبات تخویفات اوبشارتونه وغیره دی -