آل عمران ۱۳۵

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ

اودوی هغه کسان دی چه کله اوکړی ښکاره گناه اویا ظلم اوکړی په ځان باندی یادکړی اللّه تعالٰی پس بخنه اوغواړی دپاره دگناهونو خپلو اوڅوک دی، چه اوبخی ټول گناهونه سیوا د اللّه تعالٰی نه اونه کلک کیږی په هغه گناه چه اوکړی اودوی پوهیږی -

دادوهم قسم متقیان دی اوادنیٰ قسم دی (يُصِرُّوا) اصرارپه گناه باندی کلک کیدلو ته وائی چه توبه نه اوباسی بلکه ثواب ئي گنړی اوهغی ته بدعت وائي اوپه دی آیت کښی دوه اخلاق ذکر شوی دی - (فَاحِشَةً) هغه گناه چه عقل او عرف کښی هم گناه گنړلی کیږی سره دشرع نه (أَوْ ظَلَمُوا) عام گناهونه صغیره او کبیره مراد دی - یافاحشه گناهونه په حقوق العباد کښی مراد دی او ظلموا گناهونه په حقوق اللّه کښی مراد دی (وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ) په دی کښی رددی په عقیده دنصاریٰ باندی چه هغوی مغفرت په اختیار عیسیٰ علیه السلام اودهغه نائبانوپه لاس کښی گنړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل