الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
هغه کسان چه خرچ کوی (برابردحکم داللّه تعالٰی) په خوشحالئ کښی او په تکلیف کښی اوتیرؤونکی دغصی دی اومعافی کؤونکی دی دخلقونه او اللّه تعالٰی مینه کوی داحسان کؤونکوسره -
داد متقیانو اول قسم دی اواعلٰی دی اواشاره ده چه ددی صفاتو په حصول سره دهزیمت نه نجات حاصلیږی - داول صفت مطلب بل چاته فائده ورکول دی اودوهم صفت مطلب خلق دشرنه محفوظ ساتل دی اوپه هغی کښی مرتبی په ترتیب سره دی، (۱) غصه تیرول (۲) معافی کول (۳) احسان کول - اوپه دی آیت کښی دری اخلاق ذکرشوی دی دپاره دبچ کیدلو دهزیمت نه (السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ) مراد ددی نه حال دوسعت درزق اوحال دفقیرئ د ی اوپه دواړو حالاتو کښی داستطاعت مناسب خرچ کول مراد دی اوخرچ په طریقه شرعی سره ضروری دی دا مطلب نه دی چه په خوشحالئ کی اسراف کوی اوپه غمونو کښی بدعات کوی داخوتحریف دی -