آل عمران ۱۳۳

وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ

اوجلتئ‌ کوئ بخنی ته دطرفه درب ستاسونه اوجنت ته چه فراخی دهغی آسمانونه از ځمکه ده تیاړکړی شوی دی دپاره دبچ کیدونکو دشرک نه -

دامغفرت او جنت په ایمان اوپه جهاد اوانفاق فی سبیل اللّه سره حاصلیږی اووسعت دجنت په طریقه دمثال سره دی چه دانسانانوپه نظرکښی دآسمانونو اودځمکی نه زیات وسعت نورنیشته (إِلَى مَغْفِرَةٍ) مراد ددی نه اسباب دمغفرت دی چه هغه اوامر اونواهی دی چه په دی حصه کښی ذکرکیږی (عَرْضُهَا) عرض په معنیٰ دنفس وسعت دی یاپه معنیٰ دپلن والی سره دی هرکله چه دپلن والی حال دادی نوداوگدوالی خوهیڅ اندازه نه معلومیږی او داسی آیت په سوره حدید (۲۱) کښی هم شته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل