أُولَئِكَ جَزَاؤُهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ
دغه کسان بدله ددوی بخنه ده دطرف درب ددوی نه اوباغونه دی چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوئ په هغی کښی اوښه دی ثواب دداسی عمل کؤونکو -
دابشارت دآخرت دی دواړه قسمونوته (الْعَامِلِينَ) هغه عملونه مراد دی چه دمتقیانوپه صفتونوکښی ذکرشوی دی ، واومراد دعمل نه مشقت کول دصالح عمل دی -