وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
اوخاص د اللّه تعالٰی په اختیارکی دی هغه څه چه په آسمانانو کښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی بخنه کوی چاته چه اوغواړی او عذاب ورکوی چاته اوغواړی - او اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی -
په دی کښی مسئله دتوحید ده چه واکدار اختیارمند صرف اللّه اوگنړئ - اوداعلت دپاره دمخکی دری آیاتونو دی چه امداد اوتذلیل هرڅه د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی چاله توفیق دایمان ورکړی نومغفرت ورته اوکړی اوچاله توفیق نه ورکوی نو عذاب ورکوی -