يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
ای ایمان والو: مه خوری سود دو چند او اویریږی د اللّه تعالٰی نه ددی دپاره چه کامیاب شئ -
ددی ځای نه څلورمه حصه ده تیرشوی آیاتونو کښی د اللّه تعالٰی د مدد اصول اوبیا مثالونه بیان شول - اوس دهغه کارونونه منع فرمائی چه په هغی سره امداد الٰهی بندیږی ، اوتقریباً اوولس اخلاق ذکرکوی ، دپاره د رعیت اوامرنواهی اواخباراودری صفات د نبی ﷺ ذکرکوی چه هغه صفات د امیر دی ، اوداحد دشکست دپاره اسباب او حکمتونه ذکرکوی اومنافقاتو ته زورنی ورکوی - په دی حصه کښی دری بابونه دی ، دااول باب دی تر (۱۸۰) پوری - ددی آیت نه مراد دادی چه په سود سره مدد د اللّه تعالٰی بندیږی - په دی آیت کښی دوه اخلاق ذکر شوی دی - منع دربوانه ، اوامر دتقویٰ (أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً) داقد احترازی نه دی ځکه چه سود مفرد اومرکب دواړه حرام دی لیکن داقید عادتی دی چه دربوا اخیستونکی په یوچند باندی اکتفاء نه کوی -