آل عمران ۱۲۸

لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ

نیشته تالره داختیار نه څه شی تردی پوری چه مهربانی اوکړی اللّه تعالٰی په دوی باندی (توفیق دایمان) یابه عذاب ورکړی دوی لره پس یقیناً‌ دوی ظالمان دی -

داجواب دی دبل سوال هغه دادی چه شاید داغلبه د پیغمبرﷺ په ا ختیارکښی ده ، جواب اوشو او مفسرینو لیکلی دی چه نبی ﷺ دبعضی کافرانونومونه اخیستل اوبددعائی اوکړله نوپه دی (لیس لک من الامرشیء) سره ئی منع کړو لیکن ددی واقعی نه روستو بیاهم نبی ﷺ قنوت نازله لوستلی دی نومطلقاً منسوخ نه دی - لیس لک: دلالت کوی چه نبی ﷺ له اختیارکلی نه دی ورکړی شوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل