آل عمران ۱۲۶

وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُمْ بِهِ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ

اونه دی گرځولی اللّه تعالٰی دا (رالیږل د ملائکو) مگرزیری تاسولره اوددی دپاره چه کلک شئ‌ زړونه ستاسو په دی سره اونه ده غلبه مگر د طرف د اللّه تعالٰی نه ده چه زورآور دی حکمتونووالادی -

داجواب دسوال دی ، سوال داوؤ چه امداد اوغلبه شاید چه ملائکو کړی ده نوامداد دغیراللّه نه غوښتل جائز دی؟ یاداچه اللّه تعالٰی په امداد کولوکښی ملائکوته محتاج دی؟ جواب اوشو چه داظاهری اسباب صرف دظاهری اوباطنی خوشحالی دپاره دی ، اوغلبه ورکول صرف د اللّه تعالٰی دطرف نه ده ، دی آیت کښی (النَّصْرُ) معنیٰ غلبه ده اوداخاص ده په اللّه تعالٰی پوری اوکوموآیاتونو کښی چه دانسانانونصرت دیوبل سره ذکر دی نومراد د هغی صرف ملگرتیا کول دی (بُشْرَى) هغه خوشحالی چه په ظاهربدن باندی دهغی اثرمعلومیږی اواطمینان صرف خوشحالی دزړه ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل