آل عمران ۱۲۵

بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ

بلکه که صبراوکړو تاسو او اویریدئ‌ د اللّه تعالٰی نه اوراشئ دوی تاسوته په جوش خپل دغه دی نزدی امداد به اوکړی تاسوسره رب ستاسو په پنځه زره دملائکو نه نخی به ئی لگولی وی دجنگ -

په دی آیت کښی اشاره ده چه دصبراوتقویٰ په دوام سره امداد الٰهی کښی ترقی کیږی (وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ) فورپه معنیٰ دژر او تادئی یاپه معنیٰ دغضب اوغصی سره دی اومراد ترینه ډیرقوت ښکاره کول دی - بیا ددی ملائکو په راتللو کښی دری اقوال دی اول دا چه دری زره اوپنځه زره نه دی رالیږلی شوی ځکه چه ضرورت نه وؤ دوهم داچه نازل شوی دی دریم داچه دری زره نازل شوی وؤ دپاره دتثبت او تسلئ‌ د مؤمنانو اوپنځه زره ته هیڅ ضرورت نه وؤ راغلی نوهغه نه دی نازل کړی شوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل