آل عمران ۱۲۴

إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَنْ يَكْفِيَكُمْ أَنْ يُمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلَاثَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُنْزَلِينَ

کوم وخت چه اوویل تاایمان والوته آیا پوره نه ده تاسولره چه امداد به اوکړی تاسوسره رب ستاسو په دری زره ملائکو سره راکوزکړی شوی -

دامداد دپاره یوزر ملائک نازل شوی وؤ لکه سوره انفال (۹) کښی دی ، بیاکافرانو دباوونه کول چه مونږله نوری لښکری را روانی دی ، نو اللّه تعالٰی مؤمنانوته دنورامداد تسلی ورکړه - اول په دری زره ملائکوسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل