آل عمران ۱۲۳

وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

اویقناً‌ امداد کړی دی تاسو سره اللّه تعالٰی په بدرکښی اوتاسولږوئ پس اویریږئ د اللّه تعالٰی نه ددی پاره چه شکراوکړئ

ددی ربط دادی چه داجواب دیو وهم دی چه اللّه تعالٰی په احد کښی مؤمنانوته فتح ورنکړه معلومه شوه چه ددوی دین اللّه تعالٰی ته خوښ نه وؤ جواب اوشو چه ددین وجی اللّه تعالٰی دوی سره په بدرکښی نصرت کړی وؤ - دی آیت کښی دوهمه واقعه ذکرکوی چه غزوه دبدر ده چه په دی کښی صحابه رضی اللّه عنهم په اصولو مخکنوباندی کلک وؤ اوپه صبراوتقویٰ باندی پاخه وؤ نوکامیاب شول په امداد د اللّه تعالٰی سره - واقعه دبدر دواقعی داحد نه یوکال وړاندی شوی وه هغه په میاشت درمضان کښی وه اواحد په میاشت د شوال کښی وو اودبدر تفصیلی ذکر په سوره انفال کی دی (وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ) مراد دا چه لږوئ په شمارکښی دری سوه دیارلس کسان دارنگ وسله او سورلئ هم درسره لږی وی (فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) یعنی عادت دشکرپه تقویٰ سره حاصلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل