إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
کوم وخت چه قصد اوکړو دوه ډلوستاسونه چه کمزوری اوکړی او اللّه تعالٰی همت ورکؤونکی ددوی دی اوپه اللّه تعالٰی پس ځان دِ اوسپاری ایمان والا -
بنوحارثه او بنوسلمه (په انصاروکښی) ډلی دی د اُحد نه په لارکښی دواپس کیدلو اراده ئی اوکړه لیکن بیا کلک شو د اللّه تعالٰی په امداد باطنی سره - په دی کښی اشاره چه نبی ﷺ خپله ډیوټی پوره کړی وه لیکن نقصان دملگرو نه شویدی - همت صرف ارادی ته وئیلی شی چه بغیردقصد نه وی اوداگناه نه دی - (وَلِيُّهُمَا) یوصحابی ددغی قبیلو نه وئیلی دی چه مونږددی په نزول باندی خفه نه یو ځکه دالفظ د (وَلِيُّهُمَا) ډیر دعظمت لفظ دی -