آل عمران ۱۲۱

وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

اوکوم وخت چه سحروخت اووتلی ته دکوروالو نه خودل دِ مؤمنانوته مورچی دپاره دجنگ کولو او اللّه تعالٰی هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی -

دی آیت کښی واقعی داحد ته اشاره ده مخکښی سره یوربط دادی چه په دی واقعه کښی ستاسوپه صبرکښی نقصان راغلی وؤځکه تکلیف دراورسید وبل داچه دمخکښی اصولونه په بعضو کښی کوتاهی شوی ده ځکه هزیمت اوشو (مِنْ أَهْلِكَ) بعضی روایاتو کښی راغلی دی چه نبی ﷺ دماسپخین لمانځه نه روستو احد ته روان شو نوتطبیق دادی چه مخکښی دماسپخین نه دکوردعایشه رضی اللّه عنها نه راوتلو او روستو دلمونځ بیا روان شو دلښکردجنگ جرنیلی ئی کوله -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل