يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ
ای ایمان والو: مه نیسئ دوست راز دار سیوا دستاسو دایمان والو نه کمی نه کوی دوی په نقصان ستاسوکښی خوښه وی هغه چه تکلیف کښی اچوی تاسو یقیناً ښکاره شویده کینه دخولو ددوی نه اوهغه چه پټوی سینی ددوی ډیرزیات دی ، یقیناً بیان کړی دی مونږتاسوته نښی ددوی که تاسوعقل لرئ -
په دی آیت کښی پنځم اصل ذکر دی چه دکافرانو مشرکانوسره رازداری مه کوئ هغوی په خپل خاص امورو کښی مه شریکوئ اوددی دپاره لس وجی ئی بیان کړی دی (بِطَانَةً) رازدار دوست بلکه منشی ددفترهم داخل دی (وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ) غواړی (خوښوی) هغه څیز چه تاسوپه تکلیف کښی غورځوی (قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ) یعنی بی اختیاره ددوی دخولو نه دبغض خبری راوځی (الْآيَاتِ) مراد ددی نه دلیلونه او علامات ددشمنئ دهغوی دی -