آل عمران ۱۱۹

هَا أَنْتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

خبردار تاسو (ای مؤمنانو) مینه کوئ ددوی سره اودوی مینه نه کوی تاسوسره اوایمان لرئ تاسو په ټول کتاب باندی اوکله چه دوی مخامخ شی تاسوسره وائی دوی ایمان راوړی مونږ اوکله چه دوی لاړشی ستاستونه چکونه لگوی په تاسو باندی په سرونو دگوتو دوجی دغصی نه اوایه مړه شئ‌ په غصه خپله باندی یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبروچه په سینوکښی دی -

په دی کښی نور وجوه ذکرکوی دپاره دقطع تعلق ستاسو، محبت دادی چه تاسو د هغوی خیرخواهی کوئ او هغوی ستاسو خیرخواهی نه کوی (وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ) ددی بل طرف پټ دی یعنی دوی د عناد د وجی نه ستاسو په کتاب (قرآن) باندی ایمان نه لری (عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ) یعنی د غصی د وجی نه اول خو گوتی په خوله کښی کیدی بیا چه غصه ډیره شی نوپه هغی باندی غاښونه کلک کړی نوپه ځان باندی چک اولگوی (مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ) یعنی د مؤمنانو عزت او ترقی به همیشه وی نو د منافقانو غصه کیدل به په هغی باندی همیشه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل