آل عمران ۱۱۷

مَثَلُ مَا يُنْفِقُونَ فِي هَذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَكِنْ أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

مثال دهغه مالونو چه خرچ کوی ئی دوی دپاره دژوند دنیوی په شان دحال دسیلئ دی چه په هغی کښی یخه ږلئ وی اورسی فصل دهغه قوم ته چه ظلم ئی کړی وی په ځانونوخپلو باندی پس تباه کړی هغه اوظلم نه دی کړی په دوی باندی اللّه تعالٰی اولیکن دوی په خپلو ځانونو ظلم کوی -

مراددی نه دادی چه مالونه ددنیا دمفاداتو دپاره خرچ کوی ددنیا اقتدار وغیره دپاره خرچ کوی - یامرا دادی چه سره دکفر اوشرک نه خیراتونه کوی ، نودابرباد دی اشاره ده چه دخرچ سره اخلاص په کار دی (صِرٌّ) سخت یخ څیزته وئيلی شی ږلئ یا واوره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل