آل عمران ۱۱۴

يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ

ایمان لری په اللّه تعالٰی او په ورخ روستنئ اوحکم کوی په نیکئ سره اومنع کوی دبدی نه اوجلتی کوی په نیکوکارونی کښی دغه د کسان نیکانود ډلی دی -

(يُسَارِعُونَ) مسارعت دی ته وائی چه اهم شی مخکښی کوی په غیراهم باندی اعجلت ددی په عکس دی ، ددی وجی نه مسارعت ښه صفت دی - اوعجلت شیطانی صفت دی او (أُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ) یعنی دینکانودډلی سره تعلق ساتی دبدئ دمجلسونونه بچ کیږی (يُؤْمِنُونَ) دلته ایمان نه مراد کامل ایمان دی اوکمال دایمان په دعوت سره حاصلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل