وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَنْ يُكْفَرُوهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ
اوهغه چه کوی دوی څه نیک کار پس هیچ چیری محرومه به نشی دثواب دهغی نه اواللّه پوهه دی دمتقیانوپه حال باندی -
خیراگرچه عام دی تیرشوؤ صفاتوته لیکن په خیرکښی هم داخل ده چه په دین باندی خرچ کوی اوپه دی کښی څلورم اصل ته اشاره ده چه په دین باندی خرچ کول ضروری دی سره دتقویٰ او دایمان نه (فَلَنْ يُكْفَرُوهُ) دادکفران نه ماخوذ دی ناشکری اودثواب نه محروم کیدل (بِالْمُتَّقِينَ) هغه کسان چه دغه لس صفتونوسره موصوف دی هغوی مراد دی په المتقین کښی -