آل عمران ۱۱۳

لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ

نه دی دوی یوشان بعضی دکتاب والونه یوه ډله ده ولاړ (مضبوط په دین) لولی آیاتونه د اللّه تعالٰی په وختونودشپی کښی اودوی سجدی کوی -

ددی ځای نه دوهم قسم اهل علم ذکرکوی دهغوی هم لس صفات دی (لَيْسُوا سَوَاءً) یعنی په تیرشوی قبائحوکښی ټول برابرنه دی بلکه ښه صفاتووالا هم په دوی کی شته دی (قَائِمَةٌ) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ مستقیمة (په دین باندی کلک اولاړ) دوهم معنیٰ په ولاړی باندی لمونځ ادا کؤونکی - (آنَاءَ اللَّيْلِ) دورځی هم لمونځ کوی لیکن لمونځ دشپی (تهجد) ډیرفضیلت لری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل