ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ
ټاپه شوی دی په دوی باندی ذلت (دظاهر) هرځای چه دوی اوموندلی شی مگرچه منگولی اولږوی په رسئ د اللّه اوپه رسئ د مومنانو اواخته شوی دی په غضب د اللّه تعالٰی او ټاپه شوی ده په دوی باندی خواری (دزړه) داپه سبب ددی چه دوی کفرکؤو په آیاتونو د اللّه تعالٰی اووژل ئی پیغمبران بغیردجرم شرعی نه داپه سبب ددی چه دوی نافرمانی کوله اودحد نه ئی تیریدل کول -
(بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ) کتاب اللّه او سنت د رسول اللّٰه ﷺ دی چه دهغی په منلوسره دذلت نه بچ کیږی بعضو تفسیر د حَبْلٍ مِنَ النَّاسِ - په جزیه سره کړی دی لیکن جزیه هم ذلت دی هان که دذلت نه مراد صرف خوف دقتل وی نوهغه په جزیه سره زائل کیږی ذلت دباطن صفت دی او مسکنة دظاهر وصف دی اوپه دی آیت کښی دری نور قبائح ذکردی -