وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
اومه کیږئ په شان دهغه چاچه جداشول اواختلاف ئی کړی دی روستو دهغی نه چه راغلل دوی ته ښکاره حکمونه اودغه کسان دوی لره عذاب لوی دی -
په دی آیت کښی اشاره ده چه چا دعوت الی الخیر پریخودلو نوپه هغی قوم کښی تفرقه اوفساد پیداکیږی او سبب دلوی عذاب دی (كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا) اول تفرق دعقیدو او د آراؤ پیدایش اوهغه سبب شی دپاره داختلاف دعملونو اودجگړو او ددی مصداق یهود اونصاریٰ وؤ اوقرطبی وئيلی دی چه دبدعتیانو ټولو ډلوته دا آیت شامل دی -