آل عمران ۱۰۶

يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ فَأَمَّا الَّذِينَ اسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ

په هغه ورځ چه سپین به شی بعضی مخونه اوتوربه شی بعضی مخونه پس هغه کسان چه توربه شی مخونه ددوی (اوبه ویلی شی) ایاکفرکړی دی تاسو پس دایمان ستاسونه پس اوڅکئ عذاب په سبب دهغی چه تاسو کفرکؤو -

مفسرینو رحمة اللّٰه علیه روایت کړی دی دابن عباس رضی اللّه عنهما چه سپین به شی مخونه دسنت دتابعدارو اوتوربه شی مخونه دبدعتیانو ، اوتخویف دی - اوداپه شان دسورة عبس (۴۰،۳۸) دی - (أَكَفَرْتُمْ) ددی نه مخکی (اوبه وئيلی شی دوی ته) پټ دی کفرحقیقی روستو دایمان نه په مرتدینو کښی دی اوداحال دیهودوپه (۸۶) کښی ذکرشو اوکفرحکمی په مبتدعینو اونورو مفسدینو کښی شته نودواړو قسمونو ته شامل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل