وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
او وی دی ستاسو نه یوه ډله چه بلنه کوی خیرطرف ته اوحکم کوی په نیکئ سره اومنع کوی دبدئ نه ، اودغه کسان خاص دوی کامیاب دی -
دا دریم اصل دی اومقصد په دی کښی اصلاح داجانبو او نشر اواشاعت ددین حقه دی اوهغه دا چه یو جماعت دداسی وی چه دعوت خیرکوی اودافرض کفائی دی (الْخَيْرِ) وئیلی کیږی قرآن پاک اوسنت ته (بِالْمَعْرُوفِ) هرهغه شی دی چه دقرآن پاک اوسنت سره موافق وی اول په هغی کښی توحید دی بیا سنت دی (الْمُنْكَرِ ) هرهغه شی دی چه دقرآن او سنت نه مخالف وی په هغی کښی اول شرک دی اوبیا بدعت او فسق دی (يَأْمُرُونَ) داتفسیردیدعون دی دادلیل دی چه دعوت کامله یواځی په رد دمنکرسره کیږی بلکه دواړه یوځای کول په کار دی -