وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
اوکلک شئ په رسئ د اللّه تعالٰی پوری ټول اومه جداکيږئ (ددی رسئ نه) اویاد کړئ احسان د اللّه تعالٰی په تاسو باندی کله چه تاسو دشمنان وئ پس جوړخ ئی واچؤو په مینځ دزړونو ستاسو کښی پس شولئ تاسو په نعمت د اللّه تعالٰی سره رونړه اووئی تاسوپه غاړه دکندی داورپس بچ ئی کړئ تاسو داورنه دغسی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته احکام خپل ددی دپاره چه لار اومومئ
دادوهم اصل دی اومقصد ددی اصلاح دارکانو دجماعت ده دپاره ددی چه اختلاف او تنازع پیدا نشی اوهغه داچه ټول په قرآن پاک او سنت د رسول اللّٰه ﷺ باندی کلک شئ اوخپلی فیصلی په دی دواړو باندی کوئ په هغی کښی دوه فائدی دی (۱) دشمنی په دوستانه بدله شی (۲) دجهنم نه به خلاص شئ دغسی حال دصحابه کرامو رضی اللّه عنهم (انصارو) وؤ -