يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ
ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه لائقه یره دهغه اومه مرئ په داسی حال چه تاسو منونکی دتوحید ئی -
ددی آیت نه دریمه حصه دسورة ده تر (۱۲) پوری په دی کښی دمسلمانانو دتنظیم دپاره اوددین داشاعت دپاره اودجهادپاره پنځه اصول ذکر کوی اوبیا دوه مثاله دی - ددی آیت مقصد دادی چه په عقیده دتوحید باندی ترمرگه پوری کلک اوسئ دا اول اصل دی اودیته اصلاح نفس وئیلی کیږی (حَقَّ تُقَاتِهِ) لائقه ویره توحید ته وائی ځکه مشرک هم د اللّه تعالٰی نه ویریږی لیکن دغسی دغیراللّه نه هم ویره کوی نولائقه ویره نه شوه - اودهغه دویری دوجی نه دهرگناه نه ځان ساتل حتی الاستطاعت یعنی مؤحدینو له په کاردی چه دتوحید سره په کامله تقویٰ باندی پابند شی (وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) یعنی ترمرگه پوری په اسلام باندی کلک اوسئ -