وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنْتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَنْ يَعْتَصِمْ بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ
اوڅنگه کفرکوئ تاسو اولوستلی کیږی په تاسوباندی آیاتونه د اللّه تعالٰی اوپه تاسو کښی رسول د اللّه تعالٰی دی اوچاچه منگولی اولگولی په دین د اللّه تعالٰی پوری پس یقیناً اورسولی شو نیغی لاری ته -
دابله وجه ده منع داتباع دهغوی نه مطلب دادی چه قرآن پاک او سنت د رسول اللّٰه ﷺ شته نودکفرکولو دپاره هیڅ وجه اوعذر نیشته - رسول اللّٰه ﷺ اگرچه وفات شوی دی نوذات دهغه اوس مونږسره حاضر نه دی لیکن صفت د درسالت دهغه موجود دی چه هغه دین او سنت دهغه دی (بِاللَّهِ) مراد داعتصام نه توکل دی یاعمل کول او دباللّه نه کتاب د اللّه اوسنت د رسول اللّٰه ﷺ مراد دی -