آل عمران ۸۵

وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ

اوچاچه طلب کړو سیوا داسلام نه بل دین پس هیچ چیری به قبول نه کړی شی د هغه نه اودی به په آخرت کښی دزیان والاؤ نه وی-

په دی کښی سخته زورنه او تخویف دی هغه چاته چه ددین دتوحید او سنت نه خلاف بل څیزته دین وائی لکه مشرک اومبتدع شو (دِينًا) اشاره ده چه غیراسلام ته دین وائی اوپه هغی سره اللّه تعالٰی ته تقرب حاصلوی لکه چه داطریقه د یهودواو نصاریٰ او مبتدعینو ده نوپه هغی سره تقرب اللّه ته نه حاصلیږی - اوچه دین ورته نه وائی نوهغه فاسقان یا کافران دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل