آل عمران ۸۴

قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ

ته آوایه ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی اوپه هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی په مونږباندی اوپه هغه چه نازل کړی شوی دی په ابراهیم علیه السلام او اسماعیل علیه السلام او اسحاق علیه السلام اویعقوب علیه السلام اواولاد دهغه اوهغه کتابونه چه ورکړی شوی ؤوموسیٰ علیه السلام ته او عیسیٰ علیه السلام ته اونوروپیغمبرانو ته دطرف درب ددوی نه جدائی نه کؤو په مینځ دهیچا کښی ددوی نه اومونږ اللّه تعالٰی لره اخلاص کؤونکی دبندگئ یو -

دی آیت کښی بیان ددین د اللّه تعالٰی دی کوم چه مخکښی آیت کښی تیرشوی دی حاصل دادی چه مونږایمان په کتابونو اورسولانو باندی لرو لیکن بندگی صرف د اللّه تعالٰی کؤو انبیاؤ له عبادت نه کؤو داسی په سورة بقره (۱۳۶) کښی هم تیرشوی دی سورة بقره کښی هغه په جواب داعتراض دیهودیانو کښ وؤ اودلته مقصد بیان د دین د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل