أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ
آیا پس سیوا ددین د اللّه تعالٰی نه دوی غواړی بل دین اوخاص هغه ته غاړه ایښی دی هغه چاچه په آسمانونوکښی دی اوځمکه کښی دی په رضا سره اوپه ناچارئ سره اوخاص اللّه تعالٰی ته به اوگرځولی شئ تاسو -
دا زجر دی چه څوک ددی نبی ﷺ نه مخ اړوی یعنی توحید نه منی هغه د اللّه تعالٰی ددین سیوا بل دین غواړی (أَسْلَمَ) ددی نه مراد تابعدای شرعی ده نوملائک او مؤمنان مراد دی او (طَوْعًا) هغه ایمان دی چه بغیردجنگ نه قبول کړی وی او (كَرْهًا) هغه دی چه پس دجنگ نه ئی ایمان راوړی وی یا ددی نه مراد تابعداری د حکم تکوینی ده هغی ته ملائک او مؤمنان طوعا تابع دی اوکافران ورته کرها تابع دی - نوپه اول تفسیر سره صرف اهل ایمان مراد شول اوپه دوهم تفسیرباندی کافران هم په دی کښی داخل دی -