كَيْفَ يَهْدِي اللَّهُ قَوْمًا كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ وَشَهِدُوا أَنَّ الرَّسُولَ حَقٌّ وَجَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
څنگه به توفیق ورکړی اللّه تعالٰی هغه قوم ته چه کفرئی کړی دی روستو د ایمان ددوی نه اوشهادت کړی دی چه یقیناً رسول حق دی اوراغلی دی دویته ښکاره دلیلونه او اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم ظالمانوته (عنادوالوته) -
په دی آیت کښی دولسم قباحت ذکردی چه هغه مرتد کیدل دی سره دپوهی نه دضد وجی نه - اواول مراد په دی کښی اهل کتاب دی چه په آخری نبی باندی دپیدائش دهغه نه مخکی ایمان راوړو اودهغه درسالت شهادت ئی کولو لکه په سوره بقره (۸۹) کښی دیته اشاره ده اوروستو دراتللو دهغه نه ئی کفراوکړو اودارنگ هرمرتد پکښی داخل دی -