آل عمران ۷۸

وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

اویقیناً‌ ددوی نه خامخا یوه ډله ده تاوه وی ژبی خپلی په کتاب سره ددی دپاره چه تاسو پری گمان اوکړئ دکتاب د اللّه تعالٰی اوهغه نه وی دکتاب د اللّه تعالٰی نه اووائی دوی دادطرف د اللّه تعالٰی نه دی ، اونه وی هغه طرف د اللّه تعالٰی نه اوجوړوی دوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ اودوی پوهیږی -

په دی کښی بیان دنهم قباحت دهغوی دی سره دزورنی نه چه دوی تحریف کوی په طریقه د لیّ اللسان (ژبه اړول) یاخپل کلام په وزن دکلام اللّه لولی اونسبت دهغی اللّه تعالٰی ته کوی بل داچه تحریف لفظوی کوی - لیّ اللسان ، دادی چه راعنا کښی الف وئیل دارنگ اوس منکران دبشریت درسول نه داسی لولی چه (إِنَّ مَااَنَا بَشَرٌ مِّثْلُکُمْ) یعنی اِنَّ د مانه جدالولی اوما دپاره دنفی وائی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل