مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ
نه دی مناسب یوه بنده لره چه ورکړی وی هغه ته اللّه تعالٰی کتاب اوپوهه ددین اوپیغمبری بیاچه اوائی خلقو شئ تاسوبندگی کؤونکی ځماسیواد اللّه تعالٰی نه اولیکن (وائی) شئ تاسوخدائی خلق په وجه ددی چه خودنی کوئ دکتاب د اللّه تعالٰی اپه دی وجه چه تاسوایزده کوی کتاب -
په دی کښی ذکردلسم قباحت دی نسبت دجوازشرک نیکانوته چه هغوی داسی وصیت کړی دی . اوجواب دی دسوال دنصاریٰ چه دوی وئیل، عیسیٰ علیه السلام حکم کړی دی چه ځما بندگی کوئ ځه به ستاسوحاجتونه پوره کوؤم - دجواب حاصل دادی چه پیغمبرداسی نه کوی چه خلقوته دخپل بندگئ حکم ورکړی اونه دااجازت کوی چه دملائکو یانورو بزرگانو عبادت اوکړی ځکه داکفراوشرک دی اوپیغمبرچاته دشرک حکم نه ورکوی - اوددی جواب سورة مائده (۱۱۶) کښی هم شته (رَبَّانِيِّينَ) ربانی هغه دی چه دکتاب اللّه تعالٰی درس وتدریس کوی په دلیل دروستوجملی سره -
فائده۱: په دی آیت کښی دلیل دی چه عبدالنبی عبدالرسول وغیره نومونه کیخودل ناجائز دی -
فائده ۲: دی کتاب کښی اشاره ده چه درس اوتدریس دکتاب اللّه سره ربانیت حاصلیږی ددی نه غوره کارنیشته -
فائده ۳: ربانی منسوب دی رب ته الف نون دتاکید دپاره زیاتی شوی دی -