آل عمران ۷۷

إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

یقیناً‌ هغه کسان چه اخلی په لوظ د اللّه تعالٰی اوپه قسمونوخپلو بدله لږه (چه دنیاده) دغه کسان نیشته هیڅ حصه ددوی (دثواب) په آخرت کښی اوخبری به نه کوی ددوی سره اللّه تعالٰی اونه به نظر کوی دوی ته په ورځ د قیامت اونه پاک کړی دوی اودوی لره عذاب دی دردناک -

په دی آیت کښی دآخرت ویره ده هغه چالره چه داللّه تعالٰی کتاب مقابله کښی دنیاخوښوی او په دروغو قسمونو سره دنیا گټی (بِعَهْدِ اللَّهِ) حکمونه د اللّه تعالٰی اوکتاب داللّه تعالٰی (ثَمَنًا قَلِيلًا) مراد ددی نه ټوله دنیا ومافیها ده ځکه هغه په مقابله ددین د اللّه تعالٰی کښی لږه ده (خَلَاقَ) مرا ددی حصه د خیر ده (لَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنْظُرُ) مراد ددی نه خبری اونظرکول درحم اولطف دی - (لَا يُزَكِّيهِمْ) مراد ددی نه گناهونونه پاکول اودعذاب نه بچ ساتل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل