آل عمران ۷۲

وَقَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُوا بِالَّذِي أُنْزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

اواویل یو ډلی د کتاب والو نه ایمان ښکاره کړئ په هغه څه چه نازل کړی شوی دی په ایمان والو باندی په اول دورځ کښی او انکار اوکړئ په روستو وخت کښی امید دی چه دوی به واپس شی -

په دی کښی بیان دشپږم قباحت دی اوزورنه ده ، دوی مکرکؤو دهغه مؤمنانو دگمراه کولو دپاره کوم چه اول ددوی سره دین کښی شریک وؤ لیکن دهغی مکرپه دغه صحابوباندی هیڅ اثرنه وؤ دهغوی ایمان پوخ وؤ - اوحاصل ددی داسی وؤ چه دورځی په اول وخت کښی دایمان اظهار اوکړئ‌ اوپه آخر دورځ کښی دکفر اعلان اوکړئ نوداخلق (صحابه) به هم ستاسو په تقلید کښی مرتد شی - لیکن ایمان دصحابه کرامو په تقلید باندی بنا نه وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل