وَلَا تُؤْمِنُوا إِلَّا لِمَنْ تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ الْهُدَى هُدَى اللَّهِ أَنْ يُؤْتَى أَحَدٌ مِثْلَ مَا أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَاجُّوكُمْ عِنْدَ رَبِّكُمْ قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
اومه منۍ دهیچا خبره مگردهغه چاچه روان وی ستاسودین پسی اوایه یقیناً حق دین (صرف) د اللّه تعالٰی دین دی (آیا) ورکیدلی شی بل چاته په شان دهغی چه درکړی شوی دی تاسوته اویابه دوی غالب شی په تاسو په نزد رب ستاسو اوایه یقیناً فضل (هدایت) د اللّه تعالٰی په لاس کښی دی ورکوی چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی فراخ فضل والا دی پوهه دی په هرڅه -
په دی کښی بیان داووم قباحت دی سره دزجرنه - هغه دادی دوی وئیل خپلوکشرانو ته چه څوک ستاسو دطریقی نه خلاف وی (نوی خبری کوی) نودهغه خبره مه منئ - صرف دخپلو زړو ملایانو منئ - بله خبره دا کوله چه مشری اوپیغمبری زمونږحق دی بل چاته دانشی ورکیدی علم زمونږزیات دی بل څوک په مونږه نشی غالب کیدی - د اولی خبری جواب دادی - قُلْ إِنَّ الْهُدَى هُدَى اللَّهِ- اود دوهمی خبری جواب دادی - قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ آه - (وَلَا تُؤْمِنُوا) دادوی عام خطاب وؤ خپل کشرانو ته او قالوا ددی نه مخکښی پټ دی - دوهم قول دادی چه داخاص دی صرف هغه کسانوته چه مخکښی آیت کښی هغوی ته ئی ویلی وؤ چه آمنوبالذی انزل علی الذین آمنوا - په اوله توجیه باندی الالمن تبع دینکم ، دیهودانوزاړه ملایان مراد دی اوپه دوهمه توجیه باندی هغه کسان مراد دی چه هغوی ایمان راوړی دی په آخری نبی باندی (أَنْ يُؤْتَى أَحَدٌ) په مخکی قول باندی دلته همزه داستفهام انکاری دی (مِثْلَ مَا أُوتِيتُمْ) نه مراد نبوت او علم اوفضیلت دی اوبل قول دادی دا مفعول دی دلاتؤمنودپاره او الَّا لمن تبع استثناء مقدم ده د احدٌ نه دریم قول دادی چه هدی اللّه بدل دی د الهدیٰ نه اوان یؤتیٰ خبردی د انَّ دپاره -