آل عمران ۷۱

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَلْبِسُونَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ

ای کتاب والو: ولی گډوډ کوئ په خلقو باندی حق او باطل او (ولی) پټوئ تاسو حق اوتاسو پوهیږئ‌ -

په دی کښی بیان دپنځم قباحت دی سره دزورنی ورکولو نه کله چه دوی خبری کولی دنیمگړو ملایانو اولږ پوه لرونکوسره نو تلبیس به ئی کؤو اوهغه له به ئی په زړه کښی شکونه اچول اوکله چه دامیانو سره خبری وی نوحق به ئی ترینه پټوو - اودادگمراه کولو دخلقو دوه طریقی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل