آل عمران ۴۶

وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ

اوخبری به کوی دخلقو سره په غیږ دمورکښی اوپه پوخ عمرکښی اودکاملونیکانونه به وی -

په کَهُولَت (پوخ عمر) کښی خبری کولوکښی اشاره ده دیته چه عیسیٰ علیه السلام کله دآسمان را نه کوځ شی نوپه پوخ عمرکښی به وی ځکه چه آسمان ته دپورته کیدو په وخت کښی کهولت ته نه وو رسیدلی ، بله اشاره داده چه یهودیان دی قتولی نه شی بلکه دی به دکهولت عمرته رسیږی ، بله داچه کهولت دعوارضو نه دی عوارض چه په چاباندی راځی نوالٰه نشی کیدی (الْمَهْدِ) دبچی دآرام کولو ځای که غیږ دموروی اوکه زانگووی لیکن دسورة مریم نه معلومیږی چه دلته غیږ مراد ده اومهد کښی خبری کول معجزه ده اودلیل دی دعبدبت دهغه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل