إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ
کوم وخت چه اویل ملائکو ای مریم: یقیناً اللّه تعالٰی زیری درکوی تاته په کلمی سره دخپل طرف نه نوم دهغی به مسیح عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم وی مخوریزبه وی په دنیااوآخرت کښی اودنزدی کړی شؤونه به وی -
ددی آیت نه دعیسیٰ علیه السلام په عجز او عبدیت باندی دلیلونه شروع شول چه هغه تقریباً پنځه ویشت دی (بِكَلِمَةٍ) نه مراد عیسیٰ علیه السلام دی ځکه چه پیداشوپه کلمه دکن سره یادوجی دډیربیانولو دکلمی دتوحید نه نوم ورته کیخودلو په کلمی سره یا دابشارت ذکر وؤپه کتابونو مخکنوکښی نوهغی ته ئی کلمه اویل - په دی آیت کښی شپږاحوال دهغه دعبدیت ذکرکړی دی - مسیح ئی لقب دی عیسیٰ علیه السلام ئی علم دی ابن مریم ئی اسم کنیت دی -