ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَامَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ
دا (چه ذکرشوی حالات) بعضی خبرونودغیب نه دی وحی کؤو مونږددی تاته اونه وی ته ددوی سره حاضر کوم وخت چه غورځول دوی قلمونه خپل چه کوم یو ددوی به پالنه کوی دمریم او نه وی ته دوی سره حاضر کوم وخت چه دوی بحث کولو -
په دی آیت کښی دلیل دصدق درسول دی او ددینه معلومه شوه چه نبی ﷺ دپیدایش نه مخکښی حاضر وناظر نه وؤ لکه څنگه چه دپیدایش نه روستوهم حاضر وناظر نه دی - اوداسی دلیل په سورة یوسف (۱۰۲) اوسوره قصص (۴۶،۴۵،۴۴۴) کښی شته - حاصل دواقعی دادی چه مریم دتربیت په باره کښی داهل علم تنازع وه هریوغوښتله چه لوردامام زمونږ (عمران) به ځه ساتم نوداختلاف دلری کولو دپاره طریقه اوخودلی شوه اوویلی شوچه دتورات او د احکامود لیکلو دپاره کوم قلمونه چه استعمالیږی هغه دنهراوبوته واچوئ دچاقلم چه د اوبوبره طرف ته روان شی نو هغه به د تربیت ددی حقدار وی نو قلم د ذکریا علیه السلام په بره روان شو اونورقلمونه داوبو په کوزطرف اوبهدیل -