قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ
اویل مریم: ای ربه څنگه به اوشی ځما ځوی اونه دی رسیدلی ماته هیڅ بنده اویل (جبرئیل) دغسی (به ئی ته) اللّه تعالٰی پیداکوی څه چه اوغواړی کله چه اراده وکړی دیوکار پس یقیناً وائی هغه ته اوشه پس هغه اوشی -
په دی کی تعجب دمریم ذکر دی په اعتباردعادت سره (اللَّهُ يَخْلُقُ) په واقعه دزکریاعلیه السلام کښی یفعل ذکروؤ او دلته یخلق ځکه چه هلته دعادت نه ډیره ناآشنا خبره نه ده صرف دعمردزیاتوالی خبره وه اودلته خودعادت نه ډیرخلاف دی خاوند نیشته اوولد پیداشویدی -