قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِي آيَةً قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزًا وَاذْكُرْ رَبَّكَ كَثِيرًا وَسَبِّحْ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ
اویل ده ای ربه: جوړه کړی مالره یوه نښه ، اویل (ملک) نښه ستا داده چه خبری به نشی کولی دخلقو سره دری ورځی مگرپه اشاره ، اویادوه رب خپل ډیر ، اوپاکی وایه بیگاه او صبا -
نښه ددی دپاره غواړی چه شکرډیراوکړی - نښه داوه چه اللّه تعالٰی ده لره دری ورځی ددنیوی خبرو کولو نه منع کړو اوداپه هغه دین کښی روژه وه یائي ژبه ورله بنده کړله - ډیر ذکر هغه دی چه په عقیده دتوحید وی اودسنت مطابق وی اومراد دادی چه اللّه تعالٰی توحید ته دعوت جاری ساته (عَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ) نه مراد ټول وختونه دی - هرکله چه نښه ده په خپله طلب کړی وه ددی وجی داویل جائز نه دی چه اللّه تعالٰی ده لره سزا ورکړه لکه چه انجیل لیکلی دی هغه تحریف دی -