قَالَ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ قَالَ كَذَلِكَ اللَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ
اویل زکریاعلیه السلام: ای ربه ځما په کومه طریقه به کیږی ځما هلک اویقیناً ماته رسیدلی دی بوډاوالی اوښځه ځما شنډه ده ، اویل (ملک) دغسی (به ئی ته) اللّه تعالٰی کوی چه څه اوغواړی -
مراد ددی نه تپوس دطریقی دپیدایش دی چه آیا مونږبه بیا ځوانان کیږو اوکه بل واده به کوم اوکه په دی حال کښی به اولاد کیږی؟ نوجواب اوشو چه په داسی حالت دبوډاوالی کښی به ولد پیداکیږی - مراد ددی نه انکارکول نه دی ځکه چه دادشان دنبی نه لری خبره ده -