فَنَادَتْهُ الْمَلَائِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ
پس آواز اوکړوده ته ملائکو اودی ولاړ ؤو مونځ ئی کؤو په عبادت خانه کښی چه یقیناً اللّه تعالٰی زیری درکوی تاله په یحیٰ سره تصدیق کؤونکی به وی دکلمی د اللّه تعالٰی اوسردار به وی او پاکباز به وی اوپیغمبربه وی دکاملو نیکانونه به وی -
(بِكَلِمَةٍ مِنَ اللَّهِ) مراد دادی چه د اللّه تعالٰی دکلمه توحید بیان کؤونکی به وی یامراد ددی نه عیسیٰ علیه السلام دی چه دهغه تصدیق به کوی (سَيِّدًا) هغه چاته وائی چه ښه اخلاق پکښی جمع شوی وی - (حَصُورًا) دگناه نه بچ کیدونکی اویادامراد دی چه نکاح به نه کوی اوداهغه ددین خصوصیت دی اوځمونږ د نبی ﷺ سنت نکاح کول دی - د انجیل په عبارت کښی هغه ته یوحناوائی د عیسیٰ علیه السلام دخاله ځوی دی اوشپږمیاشتی دهغه نه مشردی -