هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ
ددی وجی نه دعا اوغوختله زکریا علیه السلام درب خپل نه اویل ده ای ربه ځما راوبخی ماته دخپل (درحمت دوجی نه) ځوی پاک یقیناً ته قبلوونکی ددعا ئی -
په دی کی عجز دزکریا علیه السلام ذکرکوی - دعا غوختل صرف د اللّه تعالٰی نه د اولاد دپیدایش دپاره اوعالم الغیب نه دی ځکه نخه طلب کوی (هُنَالِكَ) یعنی هرکله چه زکریا علیه السلام پوهه شو دعمران په کورکښی نارینه اولاد اونه شو اودزکریاعلیه السلام په کورکښی هم نیشته اوددین داشاعت دپاره نارینه په کاردی نوددی وجی نه زکریاعلیه السلام دنارینه اولاد دپاره دعا اوکړه (هُنَالِكَ) په معنیٰ د دغی وجی نه (مِنْ لَدُنْكَ) دالفظ هم په قطع داسبابوباندی دلالت کوی (طَيِّبَةً) فائده مند (دین خووؤنکی) (إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ) داوسیله ده ددغه دعادپاره په صفت د اللّه تعالٰی سره -