فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنْبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
پس قبوله کړه هغه رب دهغی په قبلولو ښایسته اووئ ټوکوله داپه ټوکولوښایسته اووی سپارله هغه زکریا علیه السلام ته هروخت چه داخل به شو هغی ته زکریا علیه السلام عبادت خانی ته اووئ به موندو دهغی سره رزق، اویل هغه ای مریم دکوم ځای نه تالره رزق دی اویل هغه داد طرف د اللّه تعالٰی نه دی یقیناً اللّه تعالٰی رزق ورکوی چاته چه اوغواړی بی حسابه -
په دی کښی فضیلت دمریم ذکر کوی په پنځه طریقوسره (۱) قبولیت خائسته یعنی ددین دپاره قبلیدل (۲) خائسته لویدل (۳) اوکفالت د زکریا علیه السلام هغی لره (۴) بی اسبابورزق راتلل چه داکرامت دولی دی اومعجزه دپیغمبرده (۵) پوهه دهغی ځکه چه نسبت درزق ئی اللّه تعالٰی ته اوکړو دخپل کمال دعویٰ ئی اونکړه -
فائده: محراب وائی عبادت خانه دپیشوا دقوم ، او داپه دین دبنی اسرائیلوکی جائزوه ددی نه مراد زمونږدمسجدو محراب نه دی بلکه داخوپه زمانه د تابعینوکښی محدث دی لیکن دی ته بدعت فی الوسائل لغیره وائی (داجائزدی کله چه ددی ذات بعینه ثواب نه گنړی) -