فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنْثَى وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنْثَى وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ
پس هرکله چه اوزیږوله هغی جینئ اوویل: ای ربه یقیناً اوزیږوله ما دا جینئ او اللّه تعالٰی ښه خبرؤو په هغه چه دی اوزیږوله اونه دی هغه نارینه (چه دی غوښتلی ؤو) په شان دزنانه (چه ده له ورکړی شوی وه) اویقیناً نوم کیخودو ما دیته مریم اویقیناً ځه پناهی غواړم دی لره په تاسره اواولاد ددی لره دشیطان رټلی شوی نه -
په دی کښی وضع دمریم او دهغی نوم کیخودل اوتعوذ ذکرکوی (رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا) داجمله په طریقه دافسوس سره ده (وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ) ما ابهامیه دی اشاره ده عظمت شان دمریم ته اوجمله معترضه ده اوتسلی ده موردمریم ته ا والف لام په الذکرالانثیٰ کښی دپاره دعهد دی هغه نارینه په شان ددی زنانه نشی کیدلی اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه داولاد دپاره نوم ژر ایخودل په کاردی (ذُرِّيَّتَهَا) په دی کښی جامعه دعاده چه یااللّه لوئی کړی اواولاد ورله ورکړی چه بچ وی دشیطان نه -