إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
کوم وخت چه اوویل ښځی دعمران: ای ربه یقیناً منخته اوکړه ماتالره دهغی چه په گیډه ځما دی آزاد (ددنیادکارنه) پس قبول کړی ځمانه یقیناً ته هرڅه اوری په هرڅه پوهیږی -
په دی آیت کښی عجز او عبدیت دمور دمریم علیها السلام او دنیا دعیسیٰ علیه السلام ذکرکوی (۱) هغه داچه دوی اولاد اللّه تعالٰی نه غواړی - (۲) اودوی نذر په نوم د اللّه تعالٰی باندی کوی (۳) اودوی په اللّه تعالٰی زورآور نه دی - (۴) اوپناهی داولاد دپاره په اللّه تعالٰی سره غواړی اوپه غیبونه پوهیږی - نودوی الٰه نشی کیدی (مُحَرَّرًا) آزاد دکارونو ددنیا نه صرف ددین د ایزده کولو اود خورولو دپاره اوداسی نذرکول دهغوی په ملت کښی جائز وؤ اوزمونږ په ملت کښی نذر بغیردملک نه نه کیږی اومور اوپلار داولاد مالکان نه دی -